CRI Online

د ايران يوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې چې له امله يې ۶۶سپاره مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-18 20:35:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران يوه مسافر وړونکې ATR-72 الوتکه د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه د دغه هېواد له پلازمېنې تهران څخه ياسوج ته روانه وه، چې په سېميروم کې ولوېده.

ياده الوتکه د ايران آسمان شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه ده.

په دغه الوتکه کې ۶۰ مسافرين او د الوتکې۶ کارکوونکي سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.

په ايران کې د چين سفارت وايي، چې تر اوسه دا نه شی تاييدولی،چې ايا په دې الوتکه کې چينايان شته او که نه!

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای