د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين د بهرنيو چارو وزير رياض المالکی د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د م م له امنيت شورا څخه غوښتنه وکړه چې د دوو هېوادونو د لايحې په بنسټ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سولې بهير ته دې نجات ورکړي.
مالکی په همدې ورځ ګډه اعلاميه کې ويلي، په داسې حال کې چې اسرائيل د امريکا خوښېږي، امنيت شورا بايد د فلسطين په اړه نړيوالې فيصلې پلي کړي او د فلسطينيانو په وړاندې قانوني او اخلاقي مسئوليت پر غاړه واخلي تر څو د فلسطينيانو حقونه وساتل شي.
هغه هم دا رنګه وويل، لومړی بايدپه څرګنده توګه فلسطين د م م د رسمي غړی هېواد په حيث ومنل شي، نو دا مسئله به حل شي چې فلسطين له غير عادلانه چلند سره مخامخ کېږي، او د فلسطين په خاوره کې به د اسرائيلو لخوا د يهوديانو د استوګنځيو د جوړولو مخه ونيول شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |