د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مونيخ د ۵۴مې دورې امنيتي غونډه د فبرورۍ له ۱۶مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د جرمني په مونيخ کې تر سره شوه.د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې مديرې فو اينګ د چيني استازې په توګه په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
مېرمن فو د بې کنټرول په حال کې د ذروي امنيت په اصلي موضوع يو فورم کې وويل چې اوس په نړۍ کې ذروي وسلې لاهم تر ټولو لويې وژونکې وسلې دي.بېلا بېل هېوادونه بايد په مسؤلانه توګه د ذروي برخې د ادارې لپاره ګډ کوښښ وکړي.هغې زياته کړه چې چين به هېڅکله داسې هېواد لومړی نه شي چې په هر وخت او هر ډول شرايطو کې ذروي وسلې وکاروي او تل په هراړخيزه توګه د ذروي وسلو د ممنوعيت او له منځه وړلو په غوښتنه ټينګار کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |