د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د مونيخ د ۵۴مې دورې ۳ ورځنۍ امنيتي غونډه د جرمني په مونيخ کې پای ته ورسېده.
د غونډې رئيس د غونډې د پای په مراسمو کې وويل چې هغه د غونډې په ترڅ کې د اوسنۍ نړۍ په وړاندې د کوريا د ټاپووزمې مسئلې او د منځني ختيځ د شخړو په ګډون ننګونې اورېدلې او هم د اروپا د دفاعي چارو د ګډو ټولنې د پرمختګ او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په ګډون غوره نظرونه اورېدلي دي، خو د نړيوال امنيتي بحران د مخنيوي لپاره مشخص تدبيرونه او وړانديزونه نشتوالی لاهم شتون لري.
د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس ،د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ ،د اروپايي ټولنې رئيس جين کلاودي جونکر، د بريټانيا صدراعظمې تيريسا مې ،د اوکراين ولسمشر پيترو پروشنکو او د روسيې او جرمني په ګډون د څو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د دفاع وزيرانو په شمول څه نا څه ۵۰۰ تنو په ياده غونډه کې ګډون کړی و.
د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو د کميټې مديرې فو اينګ د چيني استازې په توګه په دغه غونډه کې ګډون کړی و او د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه يې يوه وينا وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |