CRI Online

په بهر کې د چيني خبرو د پېژندنې په هکله لومړی څېړنيز راپور خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2018-02-19 10:40:53

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو ژبو ادارې په دې وروستيو ورځو کې د لومړي ځل لپاره په بهر کې د چيني خبرو د پېژندنې په هکله څېړنيز راپور خپور کړ چې له مخې يې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د چيني خوب،د يو کمربند او يوې لارې،د برخليک ګډې ټولنې او د فساد پر ضد د مبارزې په ګډون خبرونه د نړيوالې ټولنې ډېر پوهاوی تر لاسه کړی او د چيني لار او لايحې ورځ په ورځ نړيوالو وګړو ته په زياته کچه ورپېژندل کېږي.

د يادې ادارې مسؤل خبر ورکړ چې د امريکا،بريټانيا او استراليا په ګډون د ۸ انګليسي هېوادونو خلک په دې څېړنه کې د پوښتونکو په توګه ټاکل شوي .د اړوندو څېړونکو په اند په نړۍ کې د چين اخترونو، دودونو او خوراکونو اغېزه ورځ په ورځ ژوره کېږي او د چينايانو ژوندانه لارې چارې او د فکرونو او خبرو لاره هم پر نړۍ اغېزه کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای