CRI Online

د روسيې په جنوب لوېديځ کې د ډزو په يوه پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-19 11:03:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې په جنوب لوېديځ کې د داغستان جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل، يو نامعلوم بريدګر په همدې ورځ د دې هېواد په کيزليار ښار کې د ماسلېنيتسا جشن په فعاليت کې پر ګډون کوونکو ډزې کړې دي چې پکې ۴ تنه وژل شوي، ۵ تنه ټپيان شوي او بريدګر هم وژل شوی دی.

تاس اژانس د کيزليار ښاروال د معلوماتو په حواله وويل، په همدې ورځ تقريباً ۳۰ ښاريانو په يو کليسا کې د ماسلېنيتسا جشن په فعاليت کې ګډون کړس و. له فعاليت وروسته دوی له کليسا څخه د وتلو په حال کې وو چې ناڅاپه له ډزو سره مخامخ شول. له دې پېښې وروسته اوس د دې ښار د ټولو کليساوو په شاوخوا کې امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای