د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هنګری صدراعظم ويکتور وربان د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه په بوداپست کې د هېواد حالت په اړه راپور کې د مهاجرت په باب وويل، چې زموږ لپاره د هنګری ګټه لومړيتوب لري.
وربان د ناټو د راپور په حواله وويل، تر ۲۰۲۰ کال به ۶۰ مليونه مهاجران اروپا ته ولاړ شي. د اروپا لخوا په اجبار سره د مهاجرينو ويشنې پرتله، د پولو ساتنه ډېره مهمه ده. هنګری د سرحدي دېوالونو د جوړونې او د پولې په اړه د قانون د تعديل په وسيله د دې هېواد جنوبي پوله ساتي.
وربان هم په امريکا کې هنګريي نژاد سرمايدار جيوج سوروس له دې امله وغاند چې د مهاجرت څپه يې راپاڅوله. هغه وويل، هنګری به د سوروس د مهاجرت په پلان کې لاسوهنه پټه نه کړي. که ضرورت لري، هنګری به د مهاجرت څپې پر ضد مقابلې لپاره سخته تګلاره وکاروي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |