د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فبرورۍ ۱۸مه نېټه د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د پسرلني اختر له درېيمې ورځې سره برابره ده.په همدې ورځ د بريټانيا په لندن کې د چينټاون د سوداګرۍ ټولنې د سپي کال د پسرلني اختر د لمانځنې لپاره تر ټولو ستر فعاليت تر سره کړی چې سلګونه زره بريټانيان،چينايان او بهرني سيلانيان يې راجلب کړي وو.
د ياد فعاليت اصلي موضوع د چين او بريټانيا ترمنځ اړيکو د طلايي مودې لمانځنه ده.په بهرنيو هېوادونو کې د چيني اوسېدونکو چارو په هکله د چين د دولتي شورا دفتر د مدير مرستيال تان تيان شينګ په خپله وينا کې وويل چې چيني هنرمندان به د ځلانده پروګرامونو له لارې د چين رنګارنګ کولتور وښيي چې د چين او بريټانيا ترمنځ د کولتوري تبادلې رنګونه به نور هم زيات شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |