د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د چين د شمېرنې عمومي ادارې لخوا د خپرې شوېو شمېرنو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې چين کې فلکلوری پانګونه ۳۸۱۵۱ ملياردو يوانو ته رسېدلې وه چې د تېرې مودې پرتله ۶ فيصده زياته وه، د زياتېدو سرعت يې تر تېر کال ۲ اعشاريه ۸ فيصده زيات و.
د چين د شمېرنې عمومي ادارې د پانګونې څانګې کارکوونکی جاو پې يا وويل، په ۲۰۱۷ کال کې د فولکلوري پانګونې د ثابت پرمختګ لپاره د مرکزي حکومت بېلابېلو تګلارو ښه نتيجه درلوده. د فولکلوري پانګونې پرمختګ ښه و، د ۲۰۱۷ کال له مارچ راهيسې په هر مياشت کې د فولکلوري پانګونې د زياتېدو سرعت د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې پرتله زيات دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |