د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې اژانس د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د سوريې له حکومت څخه ملاتړ کوونکي وسله وال به د ترکيې له ځواکونو سره د مقابلې لپاره د سوريې په شمال کې د عفرين سيمې ته ننووځي. خو تر اوسه پورې د سوريې حکومت د دغه خبر پخلی نه دی کړی.
د سوريې د بشري حقوقو د څارنې سازمان چې مقر يې د بريټانيا په لندن کې پروت دی، وويل چې د ترکيې حکومتي پوځ د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه په مداومه توګه د عفرين پر شمالي سيمې باندې بريدونه دوام ورکړی. که دغه سيمه د ترکيې د ځواکونو لخوا ونيول شي، د عفرين او ترکيې ترمنځ د پنځوسو کيلومترو په اوږدوالي سرحد به په پوره توګه د ترکيې تر کنترول لاندې وي.
د ترکيې د صدراعظم مرستيال بيکير بوزداګ په همدې ورځ د سوريې حکومت ته خبرداری ورکړ چې د عفرين په جګره کې لاسوهنه ونه کړي او د کرديانو د خلکو ساتنې ځواک په نوم له وسله والو څخه ملاتړ ونه کړي.
دغه راز، د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوګان په همدې ورځ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره په ټلېفوني خبرو کې پر عفرين باندې د ترکيې د بريد ټينګ هوډ څرګند کړ او يو ځل بيا يې تائيد کړه چې ترکيه په دغه جګړه کې د سوريې حکومت له ګډون سره مخالفت کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |