CRI Online

اردن او ترکيه: د دوو هېوادونو لايحه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو او کشالو د له منځه وړلو لپاره يوازنۍ لار ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-20 09:07:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اردن د بهرنيو چارو وزير ايمان سافادي او د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د اردن په پلازمينه عمان کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د دوو هېوادونو لايحه د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو او کشالو د له منځه وړلو لپاره يوازنۍ لار ده او د منځني ختيځ د سولې د ساتلو کليدي ټکی د يو خپلواک هېواد په توګه د فلسطين جوړول دي.

وزير چاوش اوغلو په همدې ورځ له اردن څخه ليدنه وکړه او له وزير سافادي سره يې وکتل. له دې نه وروسته يې په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، چې ترکيه د فلسطين او اسرائيلو په اوضاعو کې د اردن د رول لوړه ستاينه کوي او ورڅخه ملاتړ کوي. وزير سافادي وويل، دواړو خواوو پر دې موافقه وکړه چې د امريکا هغه پريکړه هيڅ مانا او ارزښت نه لري کوم چې د اسرائيلو د پلازمينې په توګه بيت المقادس ټاکي.

وزير سافادي د سوريې د حالاتو د يادونې په وخت کې وويل، دواړه خواوې په دې نظر دی چې د سوريې مسئلې د سياسي حل لپاره د لايحې طرحه کول لازم او ارزښتناک دي، او هيله لري چې په مناسب وخت کې د سوريې پناه وړونکو ته اجازه ورکړي چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.

وزير چاوش اوغلو وويل، چې په تېرو څو ورځو کې د سوريې په شمال کې د عفرين په سيمه کې د ترکيې پوځي عمليات د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره روان دي. ترکيه په دې مناسبت د سوريې له حاکميت او د خاورې له بشپړتيا څخه ملاتړ کوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای