د سينهوا اژانس د خبر له مخې، جرمني خبري رسنيو د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت په حواله خبر ورکړ چې په ۲۰۱۸م کال کې به المان د ناټو په يو لړ پوځي تمرينونو کې د ګډون لپاره څه باندې دوولس زره سرتيري ولېږي چې دغه شمېر به د ۲۰۱۷م کال د شمېر درې چنده وي.
د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت د پلان له مخې به په يادو تمرينونو کې د ګډون د لګښتونو بوديجه نوي مليونو يورو ته ورسېږي چې دغه شمېر به د ۲۰۱۷م کال په پرتله څلوېښت ميلونه يورو زيات شي.
د معلوماتو له مخې، د المان د ملي دفاع وزير ون دير لين څو څو ځله هيله څرګنده کړې چې د المان د ملي دفاع بوديجه به د ناټو د هيلې له مخې د کورنيو توليداتو د عمومي اندازې له ۱.۲۶٪ څخه ۲ ٪ ته لوړه شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |