د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ له ۱۷مې نېټې وروسته، کله چې پر غزې سيمې يې بريد کړی و، د اسرائيلو ملي پوځ د ۱۹مې نېټې په سهار يو ځل بيا د غزې سيمې پر جنوب بريد وکړ، خو پکې هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د اسرائيلو ملي پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د غزې سيمې لخوا د اسرائيلو پر جنوب د راکټي بريد له امله، د اسرائيلو پوځ په همدې ورځ د جنګي الوتکو په وسيله د غزې په جنوب کې تر ځمکې لاندې پر يو تونل بريد وکړ، کوم چې د فلسطين په حماس ډلې پورې اړه درلوده. د فلسطين د يو امنيتي شخص د معلوماتو له مخې، د اسرائيلو ايف ۱۶ جنګي الوتکې د همدې ورځ په سهار د لافا پر يو پټي لسګونه توپونه ويشتلي دي چې پکې هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |