CRI Online

ترکيه او امريکا به د خپلمنځي شخړو د حل او له منځه وړلو لپاره نوی نظام جوړ کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-20 09:36:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې صدراعظم بيلاني ايلديريم د فبرورۍ په ۱۸مه نېټه وويل، ترکيه او امريکا به د خپلمنځي شخړو د حل او له منځه وړلو او د دوه اړخيزو اړيکو د عادي کېدو لپاره درې مدار لرونکی نوی نظام جوړ کړي چې پکې به درې کاري ګروپونه شامل وي.

د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، صدراعظم ايلديريم وويل، دغه نوی نظام به د ملي دفاع وزيرانو په کچه، د بهرنيو چارو وزيرانو او د استخباراتي څانګو د مسؤلينو په کچه او د صدراعظمانو په کچه د دريو کاري ګروپونو لخوا جوړ شي. ياد ګروپونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمومي مسئلو د حلولو لپاره هڅې وکړي. د خلکو ساتنې ځواک په نوم د سوريې د کرديانو له وسله والو څخه د امريکا د ملاتړ پر مسئلې سر بېره، د ګولين مسئلې او پر ايران باندې له بنديزونو څخه د ترکيې د بانک څښتن د سرغړونې مسئلې په شمول يو لړ مسئلې به په دغه نظام کې حل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای