CRI Online

بلغارستان او هنګري له اروپايې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له ترکيې سره د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-20 09:47:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بلغارستان صدراعظم بويکو بوريسوف د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د هنګري له صدراعظم ويکتور اوربان سره له اروپايې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې له ترکيې سره د اړيکو د ښه والي او د دغې ټولنې د سرحدي امنيت د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

صدراعظم اوربان چې له بلغارستان څخه په رسمي ليدنه بوخت دی، په همدې ورځ له صدراعظم بوريسوف سره له خبرو اترو نه وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دواړو خواوو د اروپا د راتلونکي، د سرحدي امنيت او د پناه وړونکو په شمول پر يو لړ مسئلو بحث وکړ. په دې جمله کې د سرحدي امنيت او پناه وړونکو مسئلو حلول د اروپايې ټولنې او ترکيې ترمنځ د اړيکو په ښه والي پورې اړه لري. نوموړي وويل، بايد ومنو چې بلغارستان د اروپايې ټولنې د سرحدي امنيت د ساتنې په برخه کې مهم رول لوبوي. هنګري له دې څخه ملاتړ کوي چې بلغارستان د پناه وړونکو مسئلې د حلولو لپاره له ترکيې سره همکاري وکړي.

صدراعظم بوريسوف وويل، چې د اروپايې ټولنې او ترکيې ترمنځ لاسليک شوی تړون بايد پلی شي، دا نه يوازې د بلغارستان لپاره، بلکې د اروپا د ټولو هېوادونو لپاره ګټور دی. له تاريخي تجربو څخه څرګندېږي چې اروپايي ټولنه بايد په دايمي لحاظه له ترکيې سره اړيکې وګوري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای