CRI Online

د هند په شمال ختيځ کې چاودنه وشوه چې پکې ۴ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-20 10:03:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د شمال ختيځې سيمې مېغالايا پوليسو د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه وويل، د ۱۸مې نېټې په شپه د مېغالايا په ګارو غونډيو ولسوالۍ کې يوه چاودنه وشوه چې پکې د مېغالايا پارلمان د يو کانديد په شمول ۴ تنه وژل شوي دي.

پوليسو وويل، د مېغالايا په پارلمان کې د هندي ملي کانګرس ګوند کانديد جوناشن سنګما او د هغه ساتونکی او د دې ګوند دوه نور غړي په ياد بريد کې وژل شوي دي. د پوليسو لومړی فکر دا دی چې ياده پېښه د ځايي بېلتون غوښتونکي سازمان لخوا تر سره شوې، کوم چې ګارو ملي آزادۍ بښونکی پوځ نومېږي. پخوا ياد سازمان اخطار ورکړی و چې دوی به د پارلمان پر کانديد بريد وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای