CRI Online

د ترهګر لخوا په يو پټ بريد کې د عراق د وسلوالو ميليشاوو ۲۷ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-20 10:28:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق د شعيه مذهب وسلوالو ميليشاوو، چې د خلکو د پاڅون کولو سازمان نومېږي، د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې ډلې وسلوال د ۱۸مې نېټې په شپه د عراق د کيرکوک ولايت په هاويج سيمه کې د ترهګرو له يو پټ او ناڅاپي بريد سره مخامخ شول چې ۲۷ تنه وژل شوي دي.

د هاويج سيمې د پوليسو ادارې لومړی بريدمن احمد جبور خبريال ته وويل، په دې بريد کې ۸ موټرونه ويجاړ شوي دي.

تر اوسه پورې د داعش بريدګرو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه شته.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای