CRI Online

محمود عباس له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د م م د رسمي غړي په توګه د فلسطين مقام ومني.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 09:33:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د م م د رسمي غړي په توګه د فلسطين مقام او د ۱۹۶۷م کال د سرحد پر بنسټ د پلازمينې په توګه د ختيځ بيت المقدس په ټاکلو سره يو خپلواک فلسطين ومني.

نوموړي په همدې ورځ د فلسطين مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوه خلاصه غونډه کې وويل، فلسطين له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د ۲۰۱۸م کال په نيمايي کې د نړيوال قانون او د م م د اړوندو پريکړه ليکونو له مخې يوه نړيواله غونډه جوړه کړي، او هيله لري چې د فلسطين او اسرائيلو په شمول نړيوالې او سيمه ييزې خواوې پکې برخه واخلي.

نوموړي هيله وښودله چې د دغې نړيوالې غونډې په رڼا کې نړيواله ټولنه د م م د رسمي غړي په توګه د فلسطين مقام ومني او فلسطين او اسرائيل د ۱۹۶۷م کال د سرحد پر بنسټ يو د بل مقامونه هم ومني. دغه راز، ښاغلي عباس د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه عمل سخته غندنه وکړه چې د اسرائيلو د پلازمينې په توګه بيت المقدس وپيژاند. د امريکا دغه پريکړه ناقانونه ده او نړيواله ټولنه ورسره مخالفت کوي. هغه له اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو په موده کې د يهوديانو د هستوګنځيو له جوړولو څخه لاس واخلي او په سوله ييز بهير کې هيڅ يواړخيز عمل ونه کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای