د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران اسلامي جمهوريت اژانس د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې ژغورونکو په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې د هغه الوتکې ټوټې پيدا کړې کوم چې د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه لوېدلې وه.
دغه اژانس د ايران د اسلامي ګارډ د وياند رمضان شريف په حواله خبر ورکړ چې د دغه ګارډ چورلکې د شلمې نېټې په سهار د دغې الوتکې ټوټې پيدا کړې. که هوا مناسبه وي، دغه ګارډ به د نورو ټوټو د لټولو لپاره چورلکې او ژغورونکي ولېږي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |