CRI Online

په ۲۰۱۷م کال کې اروپايي ټولنې ته د ننوتلو پناه وړونکو شمېر د تېرو څلورو کلونو په پرتله ډېر کم و.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 09:36:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د سرحدونو او سمندر غاړو د ساتنې رياست د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د يوه کلني راپور په خپرولو سره خبر ورکړ چې په ۲۰۱۷م کال کې څه نا څه ۲۰۵ زره پناه وړونکي اروپايي ټولنې ته ننوتلي دي چې دغه شمېر د تېرو څلورو کلونو په پرتله ډېر کم و. په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمېر ۵۱۱زره و او د ۲۰۱۷م کال شمېر د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۶۰٪ کم شوی و. په ۲۰۱۵م کال کې دغه شمېر ۱مليون او ۸ لکه و.

په دغه راپور کې راغلي چې تېر کال دوه په درېيمه پناه وړونکي له افريقا څخه راغلي چې په عمده توګه يې له سوريې، نايجريا او کوته ديوا څخه راغلي دي. په تېره بيا د تېر کال په دوهمه نيمايي کې د مراکشي، الجزايري او تونسي پناه وړونکو شمېر زيات شوی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای