CRI Online

د روسيې او ترکيې ولسمشرانو په ټلېفوني خبرو کې د سوريې پر مسئلې بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 09:37:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د فبرورۍ د ۱۹مې نېټې په شپه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره ټلېفوني خبرې وکړې او دواړو خواوو په عمده توګه د سوريې پر مسئلې بحث وکړ.

د روسيې د ولسمشرۍ ويبپاڼې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دواړو ولسمشرانو په ټلېفوني خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د سوريې مسئلې په اړه د استانا نظام دې وساتل شي، او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ چې روسيه او ترکيه به په سوريه کې د شخړو د کمښت سيمې د رول د ساتلو لپاره نژدې همکارۍ وکړي. دغه راز، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په سوچي کې د سوريې په ملي ډيالوګ کې د لاسليک شوي تړون د پلي کولو لپاره هڅې وکړي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې د روسيې او ترکيې ترمنځ اړيکې د مثبت پرمختګ په حال کې دي او دواړه مشران به په هره ساحه کې د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای