CRI Online

د سوريې د حکومت ضد وسلوالو پر دمشق په راکټي بريد وکړ چې پکې ۵ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 09:39:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د حکومت ضد وسلوالو د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د پلازمېنې دمشق ختيځ پر استوګنې سيمې باندې راکټونه وويشتل چې پکې ۵ ملکيان وژل شوي او ۲۰ نور تنه ټپيان شوي دي.

د ځايي رسنيو د خبر له مخې، د سوريې حکومتي پوځ له ۱۹مې نېټې راهيسې پر ختيځ غوتا هوايي او په توپونو بريدونه کړي دي.

د پلازمېنې په اطراف کې ختيځ غوتا د سوريې د حکومت ضد د وسلوالو مهمه اډه ده او هم د شخړو د ارامولو سيمو څخه يوه ده. د سوريې پوځ د ۲۰۱۷ کال په جولای کې اعلان کړی و چې په ختيځ غوتا کې يې اوربند کړی، خو په عين وخت کې يې دا هم څرګنده کړې ده چې دوی به د شخړې د ارامولو سيمو د تړون سرغړوونکي چلند پر وړاندې سخت ځواب ورکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای