CRI Online

د مالديو پارلمان تصويب کړ چې په دغه هېواد کې د بيړني حالت وخت دې نور دېرش ورځې اوږد شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 09:39:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مالديو د ولسمشرۍ دفتر د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د ولسمشر عبدالله يمين په غوښتنه د دغه هېواد پارلمان په همدې شپه يوه ځانګړې غونډه جوړه کړه او تصويب کړې چې په دغه هېواد کې د بيړني حالت وخت دې نور دېرش ورځې اوږد شي.

په همدې ورځ د دغه پارلمان له ۸۵ غړو څخه ۴۰ تنو په ياده غونډه کې ګډون درلود او په دې جمله کې ۳۸ تنو مثبتې رايې ورکړې.

د معلوماتو له مخې، د مالديو سترې محکمې د روانې مياشتې په پيل کې د حکم په کولو سره له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د مخالفو ډلو مشران خوشي کړي. ولسمشر يمين په ۱۸مه نېټه ملي امنيت ته د دغه حکم د تهديد په پلمه پارلمان ته د بيړني حالت د اوږدوالي غوښتنليک وړاندې کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای