CRI Online

د سوريې حکومت ملاتړي وسلوال عفرين ته ننوتلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 09:44:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې دولتي تلويزيون د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ، چې حکومت ملاتړي وسلوال په همدې ورځ د سوريې شمالي سيمې عفرين ته ننوتلي دي.

د خبر له مخې، حکومت ملاتړي وسلوال له شمالي ښار حلب څخه عفرين ته رسېدلي دي.

د سوريې دولتي تلويزيون داسې ويډيو خپره کړې ده چې پکې ياد وسلوال د يوې پوستې له لارې عفرين ته ننوزي او د ترکيې پوځ په همدې ورځ د عفرين پر شاوخوا باندې د توپونو ډزې وکړلې.

د سوريې د خبري اژانس په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ، چې حکومت ملاتړي وسلوال به عفرين ته ننوزي تر څو له ځايي وګړو سره د ترکيې د پوځ پر وړاندې مقابله وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای