CRI Online

امنيت شورا د فلسطين پر مسئلې بحث وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 10:09:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې د فلسطين مسئلې د ارزولو لپاره يوه ناسته وکړه.

د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس لومړی پکې يوه وينا وکړه. هغه يو ځل بيا پر دې ټينګار وکړ چې م م ټينګ هوډ لري چې د دوو هېوادونو د لايحې، د م م د اړوندو پريکړه ليکونو او د نړيوال قانون په چوکاټ کې د فلسطين او اسرائيلو مسئله حل کړي. هغه وويل، چې اوسمهال دغه مسئله لا هم له سختو ستونزو سره مخامخ ده او د دوو هېوادونو لايحې په اړه د نړيوالې ټولنې ګډ نظرونه د کمېدلو په حال کې دي. د دې ترڅنګ د غزې حالات متزلزل دي او څو مليونه فلسطيني پناه وړونکي د ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ دي. نو هغه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ډيالوګ په وسيله د دغې مسئلې د حلولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

په م م د چين دايمي استازي ما جاو شيو په دغه ناسته کې وويل، نړيواله ټولنه بايد د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو لپاره ښه زمينه برابره کړي او هغه خواوې چې په منځني ختيځ باندې مهمې اغيزې لري، بايد رغنده رول ولوبوي. چين د منځني ختيځ له سوله ييز بهير څخه ټينګ ملاتړ کوي او د دې پلوي کوي چې د ۱۹۶۷م کال د سرحد پر بنسټ د پلازمينې په توګه د ختيځ بيت المقدس په ټاکلو سره خپلواک فلسطين جوړ شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای