CRI Online

د اسرائيلو صدراعظم: پر غزې باندې د بريدونو قوت به زيات شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 10:40:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو صدراعظم بنجيمين نيتانياهو د فبرورۍ په شلمه نېټه خبرداری ورکړ چې که په غزې کې پر اسرائيلو باندې نور بريدونه تر سره شي، اسرائيل به پر غزې باندې سخت بريدونه وکړي.

نوموړي په همدې ورځ وويل، چې اسرائيل به د خپل هېواد پر ضد کړو وړو ته سخت او کلک ځواب ورکړي. موږ به اجازه ورنه کړو چې د اسرائيلو او غزې په سرحدي سيمه کې هغه چاودنې ته ورته پېښه رامنځته شي کوم چې په تېرې اوونۍ کې رامنځته شوې ده. هغه د حماس په شمول د ځينو ډلو غندنه وکړه چې په غزې کې د شخړو سبب ګرځي.

د اسرائيلو د ملي دفاع وزير اويګدور ليبرمان خبرداری ورکړ چې د اسرائيلو دفاعي پوځ به پر غزې باندې نور سخت بريدونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای