CRI Online

د فلسطين بېلابېلو ډلو له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې پر غزې باندې بنديزونه دې له منځه يووړل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 12:27:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د حماس او جهاد په شمول د ډلو استازو د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د غزې په مرکزي ميدان کې مطبوعاتي غونډه تر سره کړه او د نړيوالې ټولنې څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه چې پر غزې باندې بنديزونه دې له منځه يووړل شي او د غزې اقتصادي حالت دې ښه شي.

په ځايي وخت د ۲۰مې نېټې په غرمه ۱۲ بجو په غزه کې خبرداری ورکول شو او په ټولو عمومي لارو او سړکونو کې ترانسپورټ د ۱۵ دقيقو لپاره ودرول شو. په غزه کې د فلسطين د تصديو او بانکونو په شمول اقتصادي اوسوداګريزو سازمانونو هم په عين وخت اعتصاب وکړ تر څو د اسرائيلو د بنديزونو پر وړاندې مقابله وکړي، کوم چې په غزه کې د اقتصاد او ژوند د شرايطو د سختېدو لامل ګرځېدلي. دا دوهم ځل دی چې په دې مياشت کې غزه کې سوداګر اعتصاب کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای