CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير: له پاکستان سره به د ترهګرۍ ضد همکاري پياوړی کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-21 14:43:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاؤروف د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه وويل، روسيه غواړي له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد همکاري پياوړې کړي چې په منځنې آسيا کې د داعش له پاتې ځواک سره مقابله وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبسايټ په همدې ورځ خبر ورکړ، چې لاوروف د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير اصف سره تر خبرو اترو وروسته ځايي رسنيو ته وويل، روسيه غواړي د پاکستان د ترهګرۍ ضد توان پياوړی کړي او فکر کوي چې دا د پاکستان او شاوخوا سيمو د امنيت لپاره ګټور دی. هغه وويل، تېر کال روسيې پاکستان ته د ترهګرۍ ضد ۴ چورلکې ورکړې دی.

لاؤروف وويل، روسيه او پاکستان د افغانستان وضعيت ته پاملرنه کوي چې په دې هېواد کې د ترهګريزو عملياتو او د نشه يي موادو د زياتېدو او پکې د داعش د ځای نيولو په اړه اندېښمن دي.

لاؤروف دا هم وويل، تېر کال پاکستان په رسمي ډول د شانګ های همکارۍ سازمان يو غړی هېواد ګرځېدلی دی، وروسته يې په فعاله توګه د دې سازمان په بيلابېلو چارو کې ګډون کړی دی. روسيه هرکلی کوي چې پاکستان د ياد سازمان د ترهګرۍ ضد سيمه ييزو چارو کې برخه لري.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای