CRI Online

د سوريې د حکومت ملاتړې وسله واله دوهمه ډله عفرين ته ننوتلې ده.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-22 08:34:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې اژانس د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د حکومت ملاتړې وسله واله دوهمه ډله عفرين ته ننوتلې ده او له ترکي ځواکونو سره به مقابله وکړي.

د معلوماتو له مخې، عفرين ته د لومړۍ ډلې له ننوتلو څخه څليرويشت ساعتونه وروسته دوهمه ډله دغې سيمې ته ورسېده او په اړوندو جنګي سيمو کې ځای پر ځای شوه. دوی به د ځايي کليو او کورونو د ساتلو لپاره له ترکي ځواکونو سره مقابله وکړي.

د خلکو ساتنې پوځ په نامه د عفرين د کرد وسله والو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغې سيمې ته د سوريې وسله والو د ننوتلو هر کلی څرګند کړی دی.

دغه راز، د سوريې حکومت په عفرين کې د ترکيې د پوځي عملياتو سخته غندنه کړې ده چې دغه عمل يو ځل بيا د سوريې پر حاکميت باندې د تيري کولو په مانا دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای