CRI Online

په تېرو يوولسو مياشتو کې افغانستان کې تر ۲۰۰ ټنو زيات نشه يي او کيمياوي توکي نيول شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-22 08:43:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال عبدالخليل بختيار وويل، چې دغې ادارې په تېرو يوولسو مياشتو کې ۲۳۱ ټنه نشه يي او له نشه يي توکو جوړ کيمياوي توکي نيولي او په يادو توکو کې د لاس لرلو په تور يې تر ۲۸۰۰ زيات کسان نيولي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزير مرستيال په همدې ورځ رسنيو ته وويل، چې په تېرو يوولسو مياشتو کې په هېواد کې د نشه يي توکو پرضد ۲۴۶۸ ځلې عمليات ترسره شوي چې پر مهال يې د نشه يي توکو د جوړولو لږترلږه ۳۰ کارخانې او ۱۲ ګدامونه ويجاړ شوي او د شکمنو کسانو يو شمېر وسلې او ترافيکي وسايل نيول شوي دي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې سږکال به اړوندې ادارې په کلکه د نشه يي توکو پرضد عملياتو ته دوام ورکړي ترڅو ټولنيزه ارامتيا وساتل شي او د نشه يي توکو د معاملو مخه ونيول شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای