د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه له صربيا څخه د ليدنې په ترڅ کې وويل، که امريکا د صربيا او کوسوو ترمنځ په ډيالوګ کې لاسوهنه وکړي، روسيه به د صربيا د غوښتنې له مخې خپل لاسونه په لستوڼيو کې پټ نه کړي.
نوموړي په همدې ورځ د صربيا له ولسمشر اليکساندر وکيک سره له کتلو نه وروسته خبري رسنيو ته وويل، چې د روسيې او صربيا ترمنځ دوستۍ له شرطونو پرته ټينګې دي او روسيه هيله لري چې په اروپايي ټولنه کې د صربيا د ګډون لپاره لاره هواره شي او روسيه به له دې سره مخالفت ونه کړي چې صربيا له هر يو هېواد سره تماس ونيسي. په نظامي چارو کې د صربيا بې طرفه دريځ د بالکان سيمې د امنيت لپاره ډېر مهم بنسټ دی. د کوسوو مسئلې د يادونې په وخت کې، هغه وويل، که امريکا د صربيا او کوسوو ترمنځ په ډيالوګ کې لاسوهنه وکړي، روسيه به د صربيا د غوښتنې سره سم لازم تدبيرونه ونيسي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې اروپايي ټولنه بايد د صربيا د اعتماد د بيا اعاده کېدو لپاره هڅې وکړي تر څو د صربيا او کوسوو ترمنځ په ډيالوګ کې د منځتګړيتوب رول ولوبوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |