CRI Online

فرانسه پلان لري چې له ناقانونه پناه وړونکو سره د مقابلو قوت زيات کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-22 10:45:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ چې د فرانسې د کورنيو چارو وزير ګيرارډ کولومب په همدې ورځ د دغه هېواد د پارلمان په يوه ناسته کې يوه نوې قانوني مسوده وړاندې کړه، تر څو له ناقانونه پناه وړونکو سره د مقابلو قوت زيات شي.

د خبر له مخې، د پناه ورکولو او پناه غوښتونکو قانوني مسودې تر عنوان لاندې د دغې مسودې له مخې به په لا پراخو ساحو کې له ناقانونه پناه وړونکو سره د مقابلو قوت پياوړی شي، مثلاً، د ناقانونه پناه وړونکو د اداري توقيف وخت به اوږد شي.

نوموړي په همدې ورځ په ټويټر کې وويل، د نوې مسودې له مخې به د ناقانونه پناه وړونکو د اداري توقيف وخت له ۴۵ ورځو څخه تر ۹۰ ورځو پورې اوږد شي چې دغه وخت به د اروپايي ټولنې د نورو غړيو هېوادونو منځنۍ سويې ته ورته شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای