د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، چې ترکيه به داسې ټانک جوړ کړي چې چيلوونکي ته به يې اړتيا نه وي، تر څو د وسلو او نظامي تجهېزاتو د توليد په برخه کې د دغه هېواد سويه لوړه شي.
د ترکيې د هرې ورځې نيوز اژانس د خبر له مخې، نوموړي په همدې ورځ د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه غونډه کې وويل، د بې پېلوته الوتکې له توليدولو نه وروسته، ترکيه بايد د ملي دفاع صنعت په پياوړتيا سره د بې چيلوونکيه ټانک د توليد توان ولري. هغه زياته کړه چې اوسمهال د سوريې په عفرين کې د زيتون څانګې په نامه نظامي عملياتو کې کارول کېدونکې ټولې وسلې د ترکيې لخوا توليدې شوې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |