CRI Online

امنيت شورا د فلسطين مسئلې په اړه يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه او پکې زياترو استازو د دوو هېوادونو له لايحې څخه ملاتړ څرګند کړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-22 14:09:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د فبرورۍ په شلمه نېټه د م م امنيت شورا د فلسطين مسئلې په شمول د منځني ختيځ د حالاتو په اړه يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه. د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس، د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په اړه د م م ځانګړي منځګړي نيکولی ملادينوف، د م م د کتونکي هېواد په توګه د فلسطين ولسمشر محمود عباس او په م م کې د اسرائيلو دايمي استازي داني دانون په دغه غونډه کې ګډون وکړ او په جلا جلا توګه يې ويناوې وکړې.

سرمنشي ګوتريس له فلسطين او اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو له لارې د دوو هېوادونو لايحه طرحه کړي او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې د حلولو لپاره بل پلان نه شته. ده وويل،

اوس موږ بايد ژر د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د حلولو لپاره سياسي لايحه طرحه کړو. له اوږدې مودې راهيسې دغه مسئله درېدلې ده، نو په دې ځای زه يو ځل بيا زما او د م م پر ژمنو ټينګار کوم چې موږ د خبرو اترو له لارې د دوو هېوادونو د لايحې له طرحه کولو څخه ملاتړ کوو. يوازې د م م د اړوندو پريکړه ليکونو، نړيوال قانون او دوه اړخيزو تړونونو په چوکاټ کې د مستقيمو خبرو اترو له لارې د فلسطين د وروستي مقام مسئله حل کېدای شي. په دې مناسبت به د دواړو هېوادونو د خلکو هيلې او اميدونه تر سره شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دايمي سوله به وساتل شي، خو اوسني حالات د اندېښنې وړ دي. په تېرو لسګونو کلونو کې تر لاسه شوې ګډې نظريې د له منځه وړلو له ګواښ سره مخامخ دي. دا د قوم، تاريخ او ډيموکراتيکو حقوقو په برخو کې د فلسطين او اسرائيلو د خلکو له موخو څخه سرغړونه ده.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس په خپله وينا کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييز بهير په اړه نظرونه څرګند کړل. نوموړي وويل، فلسطين غواړي د سوله ييز بهير په چوکاټ کې د نړيوال قانون په بنسټ له يوه څو اړخيز نړيوال نظام سره همکاري وکړي. فلسطين په سوله ييز بهير کې له يواړخيز غوښتونکي سره مخالفت کوي. ده وويل، 

زه پر دې ټينګار کوم چې موږ به خپل ارګانونه وساتو او د فلسطين په خاوره کې او حتی په نړيوالو چارو کې به خپل برياليتوبونه وساتو. موږ ژمنه کوو چې په سياسي، ډيپلوماتيکې او قانوني لارې چارې مسئله حل کړو او زور او ظلم نه کوو. موږ هيڅکله له سياسي خبرو اترو څخه ډډه نه کوو. موږ به په مداومه توګه د سولې لاس اوږد کړو، تر څو د اسرائيلو لخوا تيری کول ختم شي او د ۱۹۶۷م کال د سرحد پر بنسټ د دوو هېوادونو د لايحې او د اړوندو نړيوالو پريکړه ليکونو سره سم زموږ موخه پلې شي. په عين وخت کې موږ له هغې لايحې سره مخالفت کوو چې په زور تر لاسه کېږي او دا له نړيوالو پريکړه ليکونو څخه سرغړونه ده.

په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو په همدې ورځ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د دوو هېوادونو لايحه د فلسطين مسئلې د حلولو يوازنۍ سمه لار ده. نو نړيواله ټولنه بايد د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سوله ييزو خبرو اترو لپاره ښه زمينه برابره کړي او هغه خواوې چې په منځني ختيځ باندې مهمې اغيزې لري، بايد رغنده رول ولوبوي. ده وويل،

د فلسطين مسئله د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسېدو نه وروسته يوه توده مسئله ده چې وخت يې تر ټولو ډېر اوږد دی. دغه مسئله د منځني ختيځ مسئلې مرکزي او اصلي ټکی هم دی. که د خپلواک هېواد په توګه فلسطين جوړ شي، نو د اسرائيلو دايمي سوله به وساتل شي. د فلسطين مسئله به پوره حل شي او د منځني ختيځ حالات به ښه شي. د بيت المقدس مسئله پيچلې او حساسه ده او د فلسطين مسئلې د حلولو له بنسټ سره اړه لري، نو بېلا بېلې خواوې بايد د تاريخ درناوی وکړي، بايد پر عدالت، پر نړيوالو ګډو نظريو او د سولې ګډ ژوند پر اصولو ټينګار وکړي، بايد م م د اړوندو پريکړه ليکونو له مخې د ډيالوګ له لارې داسې لايحه طرحه کړي چې د بېلا بېلو خواوو ګټې پکې وساتل شي. فلسطين او اسرائيل بايد يو د بل د ژوند لرلو حق درناوی وکړي او د حالاتو د سختېدو له عملونو څخه دې ډډه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای