CRI Online

د دونالډ ټرمپ لومړي اقتصادي رپوټ د امريکا د زياتې اقتصادي ودې وړاندوينه کړې

cri     (GMT+08:00) 2018-02-22 14:15:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا سپينې ماڼۍ د فبرورۍپه ۲۱ مه نېټه پارلمان ته د دونالډ ټرمپ حکومت لومړی اقتصادي کلنی رپوټ وړاندې کړ چې له مخې به يې سږکال د امريکا اقتصادي وده ۳.۱٪ ته لوړه شي او دغه شمېر د اقتصاد پوهانو تر وړاندوينې ډېر زيات دی.

د سپينې ماڼۍ د اقتصادي مشورتي کمېټې رئيس کېوين هاسيټ وويل،وړاندې د بارک اوباما حکومت ناسمه اقتصادي تګلاره د امريکا د کمې اقتصادي ودې له لاملونو څخه وه. د مالياتو کمولو او د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په اړه د ټرمپ حکومت يو لړ تدابير به د امريکا اقتصادي وده ډېره لوړه کړي.

په دغه رپوټ کې وړاندوينه شوې،چې سږکال به د امريکا اقتصادی وده ۳.۱٪ ته لوړه شي او له ۲۰۲۰ کال مخکې به هم تر ۳٪ زياته وساتل شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای