CRI Online

ډونالډ ټرمپ: د ټوپک اخيستونکو د پس منظر څارنه به پياوړې شي.

cri     (GMT+08:00) 2018-02-22 14:38:56


د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه د امريکا د کولمبيا ځانګړې سيمې، ماريلنډ او ويرجينيا ايالتونو محصلينو په واشنګټن کې لاريون وکړ او د امريکا له قانون جوړنکو څخه يې د ټوپکونو د کنټرول غوښتنه وکړه. د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه د فلوريډا ايالت په يوه لېسه کې د ډزو يوه پېښه وشوه چې پکې ۱۷ کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپيان شول

 د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې له څلوېښتو هغو زده کوونکو، ښوونکو او د زده کوونکو له خپلوانو سره وکتل، کوم چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ټوپک په وسيله له بريدونو سره مخامخ شوي دي. ښاغلي ټرمپ په دغه کتنه کې ژمنه وکړه چې د ټوپک اخيستونکو د پس منظر څارنه به پياوړې شي او ښايي ښوونکو او د ښوونځيو او پوهنتونونو کارکوونکو ته ټوپکونه ورکړي، تر څو په يادو ځايونو کې د ټوپک په وسيله د بريدونو مخنيوي وشي. هغه وويل، موږ به د ټوپک اخيستونکو د روحيې او روغتيا څارنه وکړو. زه زيات فکرونه لرم، دا ځل د پخوا په شان نه دي او موږ به خپله ژمنه پلې کړو. ګډون کوونکو په دغه کتنه کې ولسمشر ټرمپ ته د امريکا د ټوپک له اوسني اداري نظام څخه رضايت څرګند کړ. هغوی زياته کړه چې د ټوپک نرم اداري نظام په مکتبونو کې د ټوپک په وسيله د بريدونو د سختېدو سبب ګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای