د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د يووالي وزارت د فبرورۍ په ۲۱ مه نېټه وويل، چې د شمالي کوريا لوړپوړی پلاوی به د روانې مياشتې په ۲۵ مه نېټه د دغه هېواد د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې د رئيس مرستيال کيم يونګ چول په مشرۍ جنوبي کوريا ته سفر وکړي او د پيونګ چانګ د المپيک ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې به ګډون وکړي.
د جنوبي کوريا د يووالي وزارت په همدې ورځ خبر ورکړ چې د شمالي کوريا د ياد پلاوي د دغه سفر په اړه يې خبرتيا ترلاسه کړې ده. شمالي کوريا وايي چې په دغه پلاوي کې به د دغه هېواد د سولې او يووالي کمېټې رئيس هم شامل وي.
همدارنګه نوموړي وزارت زياته کړې چې د پيونګ چانګ د المپيک ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې به د شمالي کوريا د لوړپوړي پلاوي ګډون د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ د اړيکو د ښه والي او د کوريا له ټاپووزمې نه د اټومي وسلو د پاکولو په شمول د دغې ټاپووزمې د سوله ييز بهير لپاره فرصتونه برابر کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |