د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د م م امنيت شورا د روسيې له غوښتنې سره سم د سوريې مسئلې په اړه يوه بېړنۍ غونډه تر سره کړه. په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شو په دې غونډه کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د سوريې مسئلې د حل لپاره د م م تر منځګړيتوب لاندې د سوريې د اړوندو خواوو د خبرو اترو ملاتړ وکړي او د سوريې بشري وضعيت له بېخه حل کړي .
ما جاو شو وويل، چې چين د جګړې له امله د دردمنو او زيانمنو په مناسبت سوريايانو ته ژوره همدردي څرګندوي او د زور زياتي کړو وړو غندنه کوي. سياسي حل د سوريې مسئلې يوازنۍ کلي ده. اوسمهال لومړۍ دنده د م م تر منځګړيتوب لاندې د سوريې د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو اعاده کول دي، بايد د سوريايانو د حاکميت او ادارې پر اصولو د سياسي بهير له لارې د منلو وړ پلان وموندل شي او د سوريې بشري وضعيت دې له بېخه حل شي.
نوموړي وويل، چې امنيت شورا بايد د سوريې مسئلې په اړه يووالی وساتي او ګډ غږ دې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |