CRI Online

هند په بريالۍ توګه په شپه کې د ځمکې-۲ ډول توغندي ازموينه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-02-23 10:24:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، هند د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په بريالۍ توګه په شپه کې د ځمکې-۲ ډول د لنډ واټن بالستيک توغندي ازموينه وکړه.

د هند د دفاع وزارت د چارواکي په قول، د همدې ورځې د شپې په اته نيمو بجو، هند په بريالۍ توګه نوموړی توغندی وتوغاوه. دغه توغندی د بنګال خليج په ټاکلې نښه ولګېد.

د هند د دفاع وزارت چارواکي وويل، چې دغه ازموينه مهم ارزښت لري، ځکه د تيارۍ بېلا بېلې چارې يې په شپه کې تر سره شوې او په دغه ازموينه کې ټول هدفونه په ټاکلي وخت کې تر سره شوي دي.

د دې توغندي د ويشتلو واټن ۳۵۰ کيلومتره دی او ۱۰۰۰ کيلوګرامه سرګولولۍ له ځان سره وړلی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای