د چين د اوسپنيزو لارو عمومي شرکت د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په چين کې په اورګاډيو کې د مسافرينو ورځنی شمېر نوی ريکارډ جوړ کړی چې دوولس مليونه يو سلو اتلس زرو تنو ته رسيدلی او دا شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله لس اعشاريه پنځه سلنه زيات شوی دی. د اورګاډيو له لارې د مسافرينو د انتقال امنيت او انتظام ساتل شوی دی.
د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه، په چين کې د مسافير وړونکو اورګاډيو شمېر ۸۴۱۰ و چې په دې جمله کې ۱۰۹۱ اورګاډي د مسافرينو د لېږد رالېږد اړتياوو د پوره کولو لپاره زيات شوي وو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |