CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او روسيې د ستراتيژيکو وسلو د شمېرو لېست خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-02-23 11:38:16

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د امريکا او روسيې د بريد کوونکو ستراتيژيکو وسلو د شمېرو لېست خپور کړ.

د ياد لېست له مخې د امريکا د ځای پر ځای شويو بالستيکو توغنديو او درندو بمي الوتکو شمېر ۶۵۲ دی، د ذروي سرګولوليو په شمول د يادو وسلو د سرګولوليو شمېر ۱۳۵۰ دی او د يادو وسلو د توغوونکو راکټونو شمېر ۸۰۰ دی. د روسيې يادې شمېرې په جلا جلا توګه ۵۲۷، ۱۴۴۴ او ۷۷۹ دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې په ياد لېست کې د امريکا اړوندې شمېرې روسيې ته وړاندې شوي، د روسيې اړوندې شمېرې د فبرورۍ په ۵مه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې اعلاميې سره سمې راغلي. امريکا هيله لري چې په نژدې راتلونکې موده کې د روسيې اړوند معلومات تر لاسه کړي، دواړه هېوادونه بايد له ۵مې نېټې څخه وروسته په ۳۰ ورځو کې د ذروي وسلو د شمېرو تبادله وکړي.

امريکا او روسيې د ۲۰۱۰ کال په اپريل کې د بريد کوونکو ستراتيژيکو وسلو د کموالي او محدوديت نوی تړون لاسليک کړ چې دغه تړون د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۵مه نېټه نافذ شو. د دې تړون سره سم دواړه خواوې بايد په ۷ کلونو کې د خپلو ذروي سرګولوليو شمېر له ۱۵۵۰ څخه کم کړي او د ځای پر ځای شويو ليږدونکو وسيلو شمېر بايد له ۷۰۰ څخه کم کړي.

( ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای