د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مالديو ولسمشر عبدالله يامين د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې په شپه د پارلمان په رسمي غوڼده کې څرګنده کړه چې مالديو به په راتلونکو پنځو کلونو کې په سياحت او نورو برخو کې ۳ مليارده او ۴سوه مليونه امريکايي ډالره بهرنۍ پانګونه جذب کړي.
هغه وويل چې تېر کال د مالديو حکومت له ډېرو هېوادونو څخه د ۱ملياردو ۶ سوو مليونو ډالرو په ارزښت د سيلانۍ په برخه کې د پانګونې ۴۰ غوښتنليکونه تر لاسه کړي او په نورو برخو کې يې د پانګونې ۵۰ غوښتنليکونه ترلاسه کړي چې ارزښت يې ۱ميليارد او ۸ سوو ميليونو ډالرو ته رسيږي.
هغه زياته کړه چې اوس د مالديو حکومت له نړيوال بانک، اسيا پرمختيايي بانک او د نورو هېوادونو له بانکونو سره ښې اړيکې ساتلي او دا به د مالديو له اقتصادي پرمختګ سره مرسته وکړي.
هغه ژمنه وکړه چې د مالديو حکومت به په هيواد کې د ټولنيز ثبات او نظم د ژر اعاده کولو لپاره تر وسې کوشش وکړي،
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |