د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د اسرائيلو ملي پوځ د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه څرګنده کړه چې اسرائيل او امريکا به په مارچ کې په لويې پيمانې د توغنديو ضد ګډ پوځي تمرين تر سره کړي.
د اسرائيلو پوځ په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړه چې دواړه هېوادونه به دغه ګډ پوځي تمرين د مارچ له ۴ مې نېټې څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې تر سره کړي او په دې تمرين کې به د امريکايي ځواکونو له اروپايي قوماندانۍ څخه ۲زره ۵سوه سرتيري او له اسرائيلو ملي ځواکونو څخه به ۲زره سرتيري ګډون ولري.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د دغه تمرين پيمانه په تېرو کلونو کې تر ټولو لويه ده او موخه يې دا ده چې د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر منځ همکاري او همغږي پياوړې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د پوځي تبادلو وده او د هوايي دفاع توان لوړ کړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |