CRI Online

د سوريې ولسمشر د روسيې له ځانګړي استازي سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-02-23 14:38:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې اژانس د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د سوريې ولسمشر بشارالاسد په دمشق کې د سوريې مسئلې په اړه د روسي ولسمشر له ځانګړي استازي اليکسندر لاورينتيف سره وکتل، دواړو خواوو د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په شمول د ځينو مسئلو په هکله بحثونه وکړل.

په خبر کې راغلي چې دواړو خواوو د ترهګريزو ډلو پرضد مبارزه کې د خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ له پياوړتيا سره موافقه وکړه او د سوريې مسئلې د سياسي حل په اړه يې بحثونه وکړل.

په م م کې د روسيې دايمي استازي واسيلي نيبينزيا د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه له م م څخه غوښتنه وکړه چې د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه د دمشق د ختيځ د حالاتو په اړه سلامشوره وکړي. نوموړي وويل، چې د دمشق په ختيځه غوطه سيمه کې د اوربند په اړه د لويديځو هېوادونو غوښتنه يو اړخيزه ده او د سوري حکومت دريځ تر نظر لاندې نه دی نيول شوی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای