CRI Online

نړيوال بانک: د اقتصادي پرمختګ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې د چين تر لاسه شوي برياليتوبونه بې ساري دي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-23 15:20:57

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د نړيوال بانک لخوا په يو تازه خپور شوي راپور کې راغلي چې چين د چټک اقتصادي پرمختګ او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخو کې بې ساري برياليتوبونه تر لاسه کړي دي چې دا يې د پراخو اصلاحاتو لپاره بنسټ ايښودلی، او چين به د دغو اصلاحاتو له لارې د بازاري کيدو، ښاري کېدو او ورخلاصون سويه لا لوړه کړي.

د چين د اقتصادي پرمختګ انډول په زياتو مسلسلو فصلونو کې له ۶.۷ سلنې څخه تر ۶.۹٪ پورې د منځني او لوړ سرعت په ساحه کې ساتل شوی دی. ياد راپور دا ښيي چې په چين کې د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله د بېوزله کسانو شمېر په بې ساري چټک سرعت او پيمانه کميږي، د اټکل له مخې په ۲۰۱۸ کال کې به د چين د ډېرو بېوزله کسانو انډول له ۱ سلنې څخه ټيټ شي.

د نړيوال بانک د چيني چارو ادارې يو مدير سو شون شيا وويل، چې چين د زياتې بېوزلۍ د له منځه وړلو په بهير کې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي او د ګردې کرې د غريبۍ د له منځه وړلو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای