د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د فبرورۍ د ۲۲مې نېټې په شپه وويل، چې د روسي ځواکونو جنګي قوت او د وسلو او تجهيزاتو سويه په نړۍ کې مخکښ ځای نيسي، د روسيې ځواکونه به په پر له پسې توګه د عصري کيدو د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي او د دفاع په بېلا بېلو برخو کې به خپل توان لا لوړ کړي.
نوموړي په همدې ورځ په کريملين ماڼۍ کې د وطن ساتونکو د ورځې په مناسبت مېلمستيا کې وويل، چې روسيه به ستراتيژيک اټومي دفاعي توان پياوړی کړي، د روسيې پوځي صنعتي سيستم به په مداومه توګه د تخنيکي نوښت له لارې خپل توليدي توان او د سيالۍ ځواک وساتي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې وطن پرستی او قهرماني د روسيې له ملي خاصيتونو څخه دی چې له امله يې د روسيې په تاريخ کې څو څو ځله د بهرني تيري او خطرونو مخه نيولې او د روسيې ملي خپلواکي يې ساتلې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |