CRI Online

د پيونګ چانګ د المپيک په ژمنيو لوبو کې ډېر چيني عناصر ليدل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-23 16:49:56

د پيونګ چانګ د المپيک ژمنۍ لوبې به ژر پاي ته ورسيږي. په روانو لوبو کې ډېر چيني عناصر ليدل کيږي، مثلاً د چين بېلابېلو ټولنو له دغو لوبو څخه ملاتړ کړی، چيني تصديو په فعاله توګه د المپيک لوبو د نړيوالې کمېټې د مرستو په پروګرام کې ګډون کړی، دغه راز نړۍ ته يې بلنه ورکړه چې د ۲۰۲۰ کال په المپيک لوبو کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راشي.

د جنوبي کوريا په ګانګ نيوګ سيمه کې د لوبغاړو استوګنځايونو ته نږدې يو راستورنټ ډېر د توجه وړ دی چې بڼه يې په سور رنګ ښکلې شوې او پکې په عمده توګه اش پخيږي. دغه راستورنټ د چين په يوې مشهورې تصدۍ پورې اړونديږي، د راستورنټ مسئول لي يي زه وويل:

((زموږ راستورنټ له ريوډيجنيرو څخه تر پيونګ چانګ پورې له المپيک لوبو سره ملګرتيا درلوده او دچيني لوبډلې لپاره خدمت کوو. په روانو لوبو کې د سلو داوطلبانو، څلور پنځه سوو خبريالانو او لوبډلو په شمول څو سوه چينايان ګډون لري، موږ غواړو چې هغوی ته چيني خوندور خوراکونه برابر کړو .((

د المپيک لوبو په موده کې دغه راستورنټ په وړيا توګه مشتريانو ته تر ۳۰ زيات ډول اش برابروي چې دا نه يوازې د چيني داوطلبانو او لوبغاړو خوښيږي، بلکې د جرمني، کاناډا او جنوبي افريقا په شمول د زياتو هېوادونو د لوبغاړو او د ګانګ نيوګ ځايي اوسيدونکو هم ډېر خوښيږي.

د چين د نفتو کيمياوي تکنالوژۍ عمومي شرکت لوړپوړي انجنير وانګ لی د المپيک په روانو لوبو کې له ۱۱۳ چيني داوطلبانو څخه دی، دا د نوموړي درېيم ځل دی چې په المپيک لوبو کې د داوطلب په توګه خدمت کوي. نوموړی په روانو لوبو کې د ګړنديو سکي وهلو په لوبغالي کې د انګليسي ژبې د ژباړونکي په توګه کار کوي. هغه وايي،د نورو هېوادونو له داوطلبانو سره مې د نظرونو له تبادلې څخه ډېرې زده کړې کړې دي.

((پر ما يې ډېر اغېز کړی چې د نړۍ له هوښيارو ځوانانو سره خبرې اترې کوم او مختلف کلتورونه تجربه کوم. د مثال په توګه په داولطلبانو کې د جنوبي کوريا يو اته لس کلن ځوان دی چې چين او د چين کلتور ډېر خوښوي، په تېره بيا د چين انټرنيټي شرکتونه ، هغه خپل موبايلفون هم له چيني انترنيټي شرکت علي بابا څخه اخيستی دی. هره ورځ هغه څلور ساعته چيني ژبه لولي او غواړي چې د چين په انټرنيټي تصديو کې کار وکړي. دا زما لپاره ډېر د وياړ ځای دی او له دې امله ډېره تاثير شوی يم.))

د چين د الکترونيکي سوداګرۍ تصدۍ عالي بابا ګروپ د المپيک لوبو د همکار په توګه د ګانګ نيوګ لوبغالي مخامخ د تجربې يوه نندارتون جوړ کړی. په دغه نندارتون کې لارښوونکی پارک کينګ هي وايي، چې په دې نندارتون کې پرمختللې ويرچول(virtual) تکنالوژي کارول شوې چې د سيلانيانو ډېره د خوښې وړ ګرځېدلې.

((هره ورځ له شپږ زرو څخه تر لس زرو پورې سيلانيان له دې ننداتون څخه ليدنه کوي، د ويرچول تکنالوژۍ په وسيله جوړه شوې مغازه ډېره د هرکلي وړ ده. ))

چين د راتلونکې دورې المپيک لوبو کوربه دی، نو د پيونګ چانګ المپيک لوبو د پای مراسمو په ترڅ کې به د چين يوه هنري ننداره وړاندې شي چې د چيني ډايرکټر جانګ يي مو لخوا جوړ شوی او دا ننداره به اته دقيقې دوام ولري. دايرکتر جانګ يي مو وويل:

((د المپيک ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې به لومړی د کوربه حق د سپارلو مراسم ترسره شي،او بيا به نړۍ ته پيغام ورکړل شي چې بېجينګ او جانګ جيان کو ته ښه راغلاست،۲۰۲۰ کال کې به هلته سره وګورو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای