CRI Online

د چين او روسيې د سوداګرۍ دريم فورم د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-23 16:56:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او روسيې د سوداګرۍ دريم فورم د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه په سنټ پيترسبرګ کې تر سره شو. په دغه فورم کې چيني او روسي سوداګرو د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا په اړه خبرې اترې وکړي.

په سنټ پيترسبرګ کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت استازي زابېوالوف په دې فورم کې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزه همکاري ورځ په ورځ عوړېږي او په تېر کال کې دواړو هېوادونو ۷۳ همکاريز پروګرامونه لېست کړي چې ځيني پروګرامونه له پلان سره سم پلي کيږي.

په سنټ پيترسبرګ کې د چين قونسل ګو مين وويل چې ۲۰۱۸ کال د چين او روسيې تر منځ د سيمه ييزې همکارۍ او تبادلې کال دی او د دواړو هېوادونو د نږدې همکارۍ د جوړولو کال دی. چين به د سږ کال په نومبر کې د چين د وارداتو نړيوال نندارتون تر سره کړي چې دا د سوداګرۍ له ازادېدو او د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه د ملاتړ او د ورخلاصون په برخو کې د چين مهم ګام دی.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای