CRI Online

اوکراين اعلان وکړ چې د چين وارداتو په نړيوال نندارتون کې به ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-02-23 16:56:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين حکومت د فبرورۍ په ۲۲ مه نېټه په رسمي ډول اعلان وکړ چې اوکراين به د چين د وارداتو د لومړې دورې په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړي او په دې نندارتون کې به د اوکراين دولتي نندارتون جوړ کړي.

د اوکراين حکومتي ويبپاڼي د روانې مياشت په ۲۲ مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې په ياد نندارتون کې د اوکراين ګډون به د دې هېواد د صادراتو لپاره ګټه ولري او د اوکراين شرکتونو د مالونو د ترويج لپاره به يو ښه فرصت وي.

د چين د وارداتو د لومړې دورې نړيوال نندارتون به د سږ کال د نومبر له ۵ مې نېټې څخه تر ۱۰ مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای