د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جای اين د روانې مياشتې د ۲۳مې نيټې په شپه په جمهوري ماڼۍ کې د امريکا د ولسمشر لور او د ولسمشر مرستيالې او سلاکارې ايوانکا ترمپ سره وکتل او پر دې يې ټينګار وکړ چې له کوريا ټاپووزمې څخه د زروي وسلو د پاکولو په هکله ديالوګ بايدد جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ له خبرو اترو سره په يوه وخت کې پرمخ يووړل شي.
مون جای اين په دې کتنه کې ويلي چې له کوريايي ټاپووزمې څخه د زروي وسلو د پاکولو پکله ديالوګ د جنوبي او شمالي کوريا ترمنځ له خبرو اترو څخه نه شي جلا کيدای، نو جنوبي کوريا او امريکا بايد په دې اړه لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړی کړي.
ايوانکا په دې کتنه کې هيله وښودله چې د دې سفر له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا اړيکې نورې هم ټينګې شي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ لپاره خدمتونه تر سره کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |